یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما له ټولو غاړو غواړي چې د ملکیانو دخونديتوب لپاره ډير څه...

یوناما له ټولو غاړو غواړي چې د ملکیانو دخونديتوب لپاره ډير څه ترسره کړي.

ويب ډیسک
دملکي تلفاتو وروستی زياتوالی چې د يوناما لخوا ثبت شوی، د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره دتاوتریخوالي دکموالي پر بيړنۍ اړتيا ټينګار کوي او له ټولو غاړو غواړي چې له زيان رسيدو د ملکیانو دخونديتوب لپاره ډير څه ترسره کړي.

يوازې په دريو ورځو کې په کندهار، هلمند، اروزګان، پروان، سرپل او کاپیسا کې په ۷ ثبت شويو پيښو کې ۲۳ ملکيان وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شويدي.

ډير ملکيان د افغان پوځ او طالبانو لخوا په غير مستقيمو ډزو کې وژل شوي او ټپيان شويدي. د افغانستان د ملي اردو هوايي بريدونه او د حکومت مخالفو عناصرو د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو کاريدل هم د‌ډيرې ملکي مرګ ژوبلې عوامل دي.

يوناما خپلې موندنې له ښکيلو غاړو سره شريکوي او له دوی په ټينګار سره غواړي چې دملکيانو دخونديتوب لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه