دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهموقف ته په رسېدو ولې اړیکي پرې کیږي...؟

موقف ته په رسېدو ولې اړیکي پرې کیږي…؟

لیک:خالد الفت
“پیسې دې پیدا کړې اوس نو غټ سړی یې موږ ته سلام لا نه راچوې”
دا خبره به مو له ډېرو کسانو اورېدلې یا هم کېدای شي تاسو به هم نورو ته کړې وې. خو دا خبرې څوک، چاته او څه وخت کوي؟

ډېری کسان شته چې ملګري یې دندې پیدا کړي څه موده وروسته ترې شکایت کوي، پلانی ډېر مغروره شوی موبایل ته په ډېر ځنډ ځواب راکوي، مسیج ته په دوو ورځو کې ځواب راکوي، په دوو یا درېیو میاشتو کې مې احوال اخلي خلاصه د پخوا په څېر اوس نه دی ډېر بدل شوی دی.
ځينې بیا وایي، پلانی مې هیڅ مسیج ته ځواب نه وایي، په کال کې یې زنګ نه دی وهلی او داسې…

اخیر دا کسان ولې داسې کوي؟

دوه ډوله خلک دي:
اول ـ هغه ډله کسان دې چې له دندې او پیسو پیدا کولو وروسته له خپلو ملګرو خپلوانو سره په اړیکو کې یو سل اتیا(۱۸۰) درجې تغیر راولي. مسیج ته دې ځواب نه درکوي، سلام ته دې علیک نه وايي، په کال کې دې پوښتنه نه کوي خلاصه دا چې هیڅ دې نه پېژني.
دویم ـ هغه ډ‌له کسان دې چې له مصروفیت او پیسو پیدا کولو وروسته دې هم پوښتنه کوي مسیج ته دې ځواب وایي سلام ته دې علیک وایي خووو! دا هر څه له پخوا سره توپیر لري، مخکې چې به یې په ورځ کې یو ځل مسیج درسره کولو اوس یې په هفته کې کوي، پخوا چې به یې کوم بانډارونه درسره کول هر ځای چې به مو زړه و درسره روان به و اوس داسې نه دی.
له لومړۍ کتګوري به اول تېر شو راځئ چې په دویمه کې څه کیسې دي.

اصلي علت چېرې دی؟
زما په نظر دویمه ګتګوري کسان مغروروه نه دي، ستاسو څخه خپه نه دي او نه یې هم په اړیکو کې تغیر راوستلی دی، اصلي موضوع د یادو کسانو مصروفیت دی، هغه څنګه؟
مخکې تر دې دغه کسانو کومه بوختیا نه درلوده، مثلأ یا به په پوهنتون کې درسره و یا بل ځای، چې هر چېرې به مو غوښتل ګډ به تللی، چې ماښام به شو د یوه په کور کې به مو بانډار جوړ کی تر یوې بجې به مو ورقې وټکولې، سهار به مو هم مسیج سره وکی چې پوهنتون ته پر څو بجو ځو، «ته له هغې خوا راشه یو ځای به ولاړ شو.»

اوس څنګه دی؟
دا کسان اوس سهار پر اته بجې د دندې په لور روان شي، دنده لکه مزدوري داسې ده د خپل اختیار نه یې د مازیګر تر څلور بجو پورې به ناست یې هر کار چې راځي خلاصوې به یې، تر ټولو مهمه دوی یو نوي محط ته داخلېږي له نویو کسانو سره یې سر و کار کېږي، نو د دندې په جریان کې چې مسیج ورته وکړې یا زنګ ورته ووهې معلومه خبره ده چې سړی مصروف دی یا به ځواب نه درکوي یا به یې په ځنډ درکوي، یا به دې زنګ ته صرف دومره ځواب ورکوي او وایي به چې انډیواله اوس بوخت یم وروسته بیا زنګ درته وهم، هغه کار دومره ورباندې ډېر شي چې بیا یې تاته زنګ وهل هم له یاده ووځي.

دویم ـ دا کس چې مصروفیت یې زیات شي اړیکې یې هم همدومره پراخېږي، اوس یوازې ته او ستاسې یو څو نور ملګري مسیج نه ورته کوي، دوه سوه نور کسان هم غواړي خبرې ورسره وکړي ځکه یا به یې کار ورباندې بند وي یا به یې د ملګرتیا تار سره پېیلی وي.

خو زه په پوره ډاډ سره درته وایم چې دا ډله کسان په اړیکو کې تغیر نه راولي بلکې هماغه ملګرتیا یې پر ځای پاتې ده، هغومره احترام درته لري څومره چې مخکې و، خو دا چې د پخوا په څېر نه دی هغه د مصرفیت له کبله دی، باید ګیله ترې ونه کړئ، ځکه دغه انسانانو تغیر نه دی کړی بلکې شرایط تغییر شوي دي.

نو زموږ لپاره څه کول پکار دي چې اړیکې مو پر خپل ځای پاتې شي؟
اول ـ شرایط باید درک کړو هر څه ته باید د پخوا په څېر ونه ګورو د دې کسانو بوختیاو او د اړیکو پراخوالی هم باید په نظر کې ونیسو.

دویم ـ ژر قضاوت مه کړئ دا کسان هم د ملګرو په توګه چې څنګه مو پخوا منلي و وې منئ، مسیج ورته وکړئ، زنګ ورته وکړئ پوښتنه پرې وکړئ که یې د دوو یا درېیو ورځو په جریان کې یا ځواب درنکړ یا یې هم بېرته زنګ درته ونکړ، او یا یې هم په میاشت کې د خپل ملګري پوښتنه ونکړه بیا نو دا کسان په لومړۍ کتګوري کې راځي، هیڅ ځواب نه درکوي یعنې ګرسره یې زړه نه درسره غواړي، بیا نو یوه لاره شته په عامه اصطلاح دوی ته خره ایله ورکړئ، ورتا ګرسره دې پېژنم لا نه ته بیا څوک یې؟ ولسلام.
خو زه ډاډه یم که چېرې یې یوه ورځ هم ملګرتیا درسره کړې وي او په دوستي وپوهېږي، ځواب به درکوي پوښتنه به دې کوي په غم او خوشحالي کې به در شریک وي، او که په دې هیڅ نه پوهېدی نو څه سر به مو در خوږوم بیا خو نه هغه دی مخکې مې درته وویل چې باید څه ورسره وکړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه