لیک: ډاکټر لطیف یاد
په افغا نستان کې ایرانپالي هغه ډله خلک دي چې په دې هېواد کې اوسیږي، ددې خاورې له ټولو امتیازاتو برخمن دي ، خوپرایران مین خلک دي ..
ایرانپالي دهغو ډلو ټپلو خلک دي چې مشران یې دایران په پیسو تمویلیږي او هغوی ته دزړه له اخلاصه جاسوسی کوي یا په بل عبارت ددوی مشران کورټ کورټ دلته کوي ، خو هګۍ بیا په ایران کې اچوي .
دافغانستان خلک ددغوګوندونو او ددوی دمشرانو نه کرکه لري ځکه دوی دافغانستان په بربادۍاو دکابل په ورانۍ کې ونډه درلودله . ایرانپالی او ددوی مشران دافغان او افغانستان له کلمې هم کر که لري او په خپلو فیسبوکپاڼو،خپرونو او سایټونو کې پښتنو ، پښتو ژبې او دپښتنو مشرانو ته ښکنځلې کوي اوسپکې سپورېور بسې لیکي .
دوی دافغانستان دتجزیې خوبونه هم ویني ، افغانستان دایران دخاورې یوه برخه ګڼي اوزموږ ویاړلي تاریخ او کلچر دایراني کلچریوه برخه بولي او په خپلو لیکنو کې پښتانه بې فرهنګه او دا قام دیهودو پورې تړي او وایی چې پښتانه دیهودو دلسو ورکو شووقبېلو نه یوه قبیله ده او دوي ددې هېواد اصلی اوسیدونکي نه دي .
ایرانپالي په ټوله کې او په تېره بیا دوحدت ګوند اودملی ستم شیطاني ډله چې مشري یې لطیف پدرام ته ورپه غاړه ده او عملا دایران لخوا لمسول کیږي دورونو ملیتونو ترمینځ دکرکې اونفرت زړي کري او دفدرالیزم اوکنفډریشن لپاره تبلیغات کوي او ددې هېواد دورونو ملیتونو ترمنځ زهر شیندي،خودافغانستان اصیل بچیان او هغوي چې ددې هېواد سره اورنۍ مېنه لري په دې اند دي چې افغانستان یونه تجزیه کیدونکي هېواد دی او ددې هېوادټول میشته قامونه سره ورونه دي اودایران اوایرانپالو مخونه به تور اودافغانستان په ویاړلي تاریخ کې به ددوی هیواد دښمنه کړه وړه په کرغیړنو او تورو کرښو ولیکل شي .
مړه دې وي دپردیو جاسوسان !
ژوندی دې وي ګران افغانستان!


