ويب ډیسک
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت نهر سراج او واشیر ولسوالیو اړوند پر طالبانو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱۱ ميله بیلابیل ډول وسلې، ۱ موټر، ۱ موټرسايکل، ۱ مخابره او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


