ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز “لښکرګاه” ښار اړوند او په “نهر سراج” ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړل.
چې په پایله کې د یاد ولایت مارجې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسؤل “حسیني” په ګډون, ۲۰ طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز د طالبانو۱ ډيپو او د ماین جوړولو ۱ کارخانه, ۱۴ کړۍ ماینونه او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.
ملي دفاع وزارت زیاته کړه چې طالبانو څخه سیمې د پاکولو په موخه عملیات دوام لري.
خو بل لورئ ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي


