ویب ډیسک
ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۴ طالبان ووژل شول او ۴۱ تنه ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۴۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر، کندهار، زابل، هرات، هلمند، کندز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لوري ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي


