دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

هلمند کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

ویب ډیسک

د کورنیو چارو وزارت په وینا د هلمند ولایت د ناوې او نهرسراج ولسوالیو او همدارنګه د مرکز په اړوند بشران سیمه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې  طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې بریدونو په پایله کې ۵۷ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي، چې د ۳۷ تنو جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په لړ کې د طالبانو لسګونه کړۍ ماینونه چې په ځایي سیمو کې یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.
بل لوري ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه