ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وايي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۷ طالبان ووژل شول، ۹۹ ټپیان او ۲۶ تنه ونیول شول.
همداراز د طالبانو زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۹۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد لغمان، کونړ، پکتیا، وردګ، غزني، زابل، هرات، فراه، بلخ، سمنګان، جوزجان، هلمند، نیمروز، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دی ویلي


