ویب ډیسک
د هلمند د ولایتي شورا رییس وایي نن شاوخوا ۱۲ بجې د الله نظر په نوم یو ملکي وګړي پر کور هوايي برید شوی چې له امله یې د نوموړي په ګډون دوه ماشومان وژل شوي او د میرمنې او لور په ګډون یې دوه ماشومان ټپیان شوي.
د ولایتي شورا رییس وايي چې دغه پیښه د هلمند د دریمې حوزې اړوند بولان سیمه کې شوې او د پیښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
په ورته مهال امریکایي چارواکو امریکا غږ ته ویلي، چې دوی هلمند کې ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي دي.
افغان امنیتي ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.


