ویب ډیسک
د کورنیو چارو وزارت له لخوا خپرو شوی خبر کې ویل شوی چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بشران سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۲۴ طالبان وژلي کړي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او همدارنګه جنګي مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې عملیاتو کې د طالبانو ډېر شمېر ماینونه او چاودېدونکي توکي چې ترهګرو په عامه لارو د خلکو د مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
خو بل لورئ ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.


