دفاع وزارت:په بېلا بېلو عملیاتو کې ۸۰ طالبان وژل شوي

0
199

ویب ډیسک

د ملي دفاع وزارت خبر ورکئ چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۸۰ طالبان ووژل شول او ۵۹ ټپیان شوي.

همداراز د د طالبانو زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد غزني، لوګر، زابل، هرات، فراه هلمنداو بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لورئ ته په دې اړه طالبانو څه نه دی ویلي