ویب ډیسک
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې شاوخوا سیمو کې د جګړو له امله لسګونه کورنۍ دننه ښار ته ګډه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
ځايي چارواکي وایي له تېرو دوو ورځو راهیسي د هلمند په لښکرګاه ښار کي جګړه روانه ده او د لښکرګاه ښار د محاصرې حالت خپل کړی دی.
ویل کیږي، چې دا مهال جګړه د ښار دریمي حوزې اړوند بولان پر کمربند روان ده، د لښکرګاه د لویې لارې یو شمېر پوستې د طالبانو لاسته ورغلي او ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ناوې کې هم جګړه روانه ده.
په ورته مهال د هلمند د کډوالو ریاست چارواکي وايي چې د لښکرګاه ښار په څنډو کې د جګړې د شدت له امله لسګونه کورنۍ دننه ښار ته کډه شوې دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.


