ویب ډیسک
اشرف غني چې د پوهنې اونۍ د پرانیستنې مراسمو ته یې وینا کوله وویل، که طالبان ځان افغانان بولي نو باید ثابته کړی او که د داعش او القاعده سره ځان تړلی بولي، نو افغانان به یې په اړه فیصله وکړي.
اشرف غنی وايي، طالبانو د بل په امر د افغانستان بربادۍ ته مخه کړې او اوس د دې وخت دی،چې د ده په ټکو طالبان له نوکرۍ راووځي.
اشرف غني وایي د ټولې نړۍ عالمانو ویلي،چې د طالبانو جګړه هیڅ راز مشروعیت نه لري او افغان وژنه ده.


