ویب ډیسک
جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د افغانستان د علماو سراسري شورا غړو سره د ماښام لمونځ ادا او د روژه ماتې په میلمستیا کې له دوی سره په سولې پروسه کې د وروستیو انکشافاتو او ملي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د افغانستان د علماو سرتاسري شورا سرپرست او د اهل تشیع علماو شورا یوه غړي وویل، د علماو مسوولیت له دین او خلکو ملاتړ او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې پیاوړي کول دي.
دوی دېته په اشارې چې د دښمنانو جنګ، جهاد نه دی او د سولې هیڅ راز اراده نه لري څرګنده کړه، د اسلام له نظره تروریزم محکوم دی، علما د سولې له برنامې ملاتړ کوي او اوربند د سولې لپاره څرګنده اړتیا ده.
جمهوررئیس غنی د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان مسلمان ولس د طاعاتو او عبادتونو د قبلېدو دعا وکړه وې ویل، موږ سولې ته چمتووالی، اراده او طرحه لرو او همداراز دښمنانو سره مبارزې ته هم اماده یوو. هغه زیاته کړه، که پاکستان غواړي چې مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ وکړي.
جمهوررئیس وویل، افغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي او جمهوریت په خلکو پورې تړلی دی. د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه د اساسي قانون تهداب اسلامي شریعت دی او پکې دوه موضوعات، اسلامي هویت او د خلکو اساسي حقوق د تغییر وړ نه دي.
——


