یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجوبایډن:افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسیدلي او نور ددې وخت دی، چې...

جوبایډن:افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسیدلي او نور ددې وخت دی، چې په دې هیواد کې جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.

ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسیدلي او نور ددې وخت دی، چې په دې هیواد کې جګړه د تل لپاره پای ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد کانګرس ته وینا کې پر نورو مسلو سربېره له افغانستان څخه د ځواکونو ايستلو پرېکړې ته په اشاره ویلي، چې ځواکونه یې دغه هېواد کې خپل هدف ته رسېدلي دي.

دا د تېرې جنورۍ پر شلمه تر ولسمشر کېدو راهیسې اول ځل دی چې بایډن د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کوي.
جو بایډن خپله وینا کې له افغانستان د ځواکونو اېستلو ته هم اشاره وکړه چې د نوموړي د پرېکړې له مخې د راتلونکي سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه وځي.
بایډن د القاعده د مشر وژلو سره وویل، چې امریکا شل کاله مخکې د القاعده د ګواښ ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او هلته یې د اسامه بن لادن په وژلو سره خپل هدف ترلاسه کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه