دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ طالبان ووژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شول

۲۴ ساعتونو کې ۱۱۸ طالبان ووژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شول

ویب ډیسک

د ملي دفاع وزارت وایی چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۱۸ طالبان ووژل شول، ۳۰ ټپیان شول او ۴ نور نیول شوي.

همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۶۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، غور، بلخ، هلمند او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لورئ ته تر دا مهاله طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه