یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کرونا ویروس پروړاندې د ګډعمل لپاره د افغانستان په شمول شپږ...

د کرونا ویروس پروړاندې د ګډعمل لپاره د افغانستان په شمول شپږ هېوادو کنفرانس

ویب ډیسک

کابل – د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسی معین او د چین، پاکستان، بنګله دیش، نیپال او سریلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د کرونا پر وړاندې ګډ عمل کنفرانس نن د کرونا دورې څخه وروسته پړاو لپاره د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د فقر کمولو او د پراختیا په موخه د ویدیوکنفرانس له لارې ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې د برخه اخیستونکو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د انساني ژوند په بېلابېلو اړخونو باندې د کرونا ويروس منفي اغیزو په اړه خبرې وکړې او د کرونا ویروس، د فقر کمولو، د خوړو خوندیتوب او د بشر ژوند ته د نورو ګواښونو پروړاندې د ګډې او هراړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

برخه اخیستونکو هېوادونو همداراز د کرونا ویروس پروړاندې په مبارزه کې په څو اړخیزو، ګډو او مؤثره همکاریو باندې ټينګار وکړ او دغه پلتفارم يې د همکاريو لپاره د جامع جوړښت وګاڼه.

ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو په هند کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او هند سره د کرونا ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د خپلو هېوادونو د همکاريو چمتووالی څرګند کړ.

په دغه کنفرانس کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست، میرویس ناب، د انساني ژوند په بېلابېلو اړخونو باندې د کرونا ویرس منفي اغیزو ته په اشارې سره، د د کرونا ویروس د خپریدلو لومړې او دوهمې څپې سره په مبارزه کې د افغان حکومت هڅو په اړه خبرې وکړې او د ویروس پروړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره د ملګرو هېوادونو له همکاریو څخه قدرداني وکړه.

ښاغلي ناب همداشان له دریمې څپې سره په مبارزه کې د افغان حکومت وروستيو هڅو ته په اشارې سره، له چین څخه په دغه برخه کې د ٢٥٠ مليونه چینایي ین مالي مرستې لپاره ستاینه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت معین په هېواد کې ناامنۍ او اړو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو او بشردوستانه مرستو رسولو په لارکې یو لوی خنډ وباله او په افغانستان کې یې د اوربند او ثبات ته د رسیدلو پر اهمیت له ټینګار سره، د فوري اوربند رامنځته کولو لپاره د اجماع په پیاوړتیا او په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د برخه اخیستونکو هېوادونو د ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې.

دغه کنفرانس د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د ګډ اقدام د یوې پریکړې ليک په صادرولو سره پاى ته ورسید.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه