ویب ډیسک
د افغانستان د بشری حقوقو کمیسون له لورې خپره شوې خبري اعلامیه کې ویل شوي د ميدان وردګ ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۵ تنه ټپيان دي، د سيمې خلک وايي چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، له پېښې وروسته خلکو د اعتراض په توګه د مړو جسدونه د کابل-کندهار لويې لارې ته ويستلي او د عدالت غوښتنه يې کړې.
د سيمې خلک ادعا کوي چې مرمۍ د دولتي ځواکونو له خوا توغول شوې.
په ميدان وردګ ولايت کې بله پېښه چې پکې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې په جلريز ولسوالۍ کې پېښه شوې، دا بريد د دفاع وزارت له خوا ترسره شوی او د کميسيون د معلوماتو له مخې ۷ تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي، چې په وژل شويو کسانو کې ۳ ماشومان هم شامل دي.
په همدې ولسوالۍ کې له دې پېښې يوه ورځ مخکې هم د دولتي ځواکونو او د طالبانو تر منځ جګړه کې يوه مېرمن وژل شوې وه.
د يادونې وړ ده چې په دې پېښو کې د خلکو د استوګنې کورونو ته هم زيانونه اوښتي دي.
ښکاره ده چې په سيمه کې د جګړې او ناامنۍ له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو بايد يادونه وکړو چې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د نه اوښتو په برخه کې د جګړې د دواړو لوريو له خوا له لازم احتياط څخه کار نه دی اخستل شوی.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون يو ځل بيا د تاوتريخوالي پر کمولو او ژر تر ژره د روانې خونړۍ جګړې د درولو غږ پورته کوي، چې اصلي قربانيان يې بې ګناه او بې دفاع ملکي وګړي دي.
کميسيون د يادو پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د خپلو عزيزانو د له لاسه ورکولو په غم کې ځان شريک بولي او دوی ته د صبر او استقامت غوښتنه کوي.
کميسيون همدا راز له دولت څخه د يادو پېښو د جدي څېړنې او دقيقو معلوماتو د خپرولو غوښتنه کوي، د پېښو عاملانو سره د قانون مطابق چلند غواړي او پر دولت غږ کوي چې په شخړو کې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. همدا راز د متضررو کورنيو لپاره د خسارې د جبران غوښتنه کوي.
کميسيون همدا راز د جګړې له دواړو خواوو يو ځل بيا غواړي، چې د سولې پر خبرواترو تمرکز وکړي، او د دې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.


