دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین:سختو ورځو کې د افغانستان او چین ترمنځ، دوه اړخیزو اړیکې لا...

چین:سختو ورځو کې د افغانستان او چین ترمنځ، دوه اړخیزو اړیکې لا پياوړې شوي دي.

ویب ډیسک

کابل – د چین خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یی، بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنيف اتمر ته د يوې ليک په استولو سره د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا او هڅولو کې د ښاغلي اتمر له رول څخه په ستاینې سره، د هغه د ګړندۍ روغیدو هيله کړې ده.

په خپل لیک کې، ښاغلي وانګ یی د بهرنیو چارو وزیر د ګړندي رغیدو هیله په څرګندولو سره، چین او افغانستان دوه ګاونډیان او دوديز ملګري یې بللې او یادونه یې کړې ده چې د کويد ١٩ ناروغۍ د پیل راهیسې، د دواړو هېوادونو خلک د یو بل ته مرستې لاس ورکړی او په دې سختو ورځو کې د افغانستان او چین ترمنځ، دوه اړخیزو اړیکې لا پياوړې شوي دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر همداراز د کرونا د ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا او هڅولو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر رول او د ویروس پروړاندې په ګډه مبارزه او د چین، افغانستان، پاکستان، نیپال، بنګله دیش او سريلانکا د بهرنیو چارو وزیرانو شپږاړخیز کنفرانس جوړیدو څخه د ښاغلي اتمر د ملاتړ څخه ستاینه کړې ده. ښاغلي وانګ یي همداراز د کرونا ويروس پروړاندې د برلاسې په ترلاسه کولو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو استولو بهیر د ګړندي کولو څخه هم د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی ده.

ښاغلي اتمر د چین بهرنیو چارو له وزیر څخه د هغې په زړه پورې لیک لپاره مننه وکړه او د کوید ١٩ سره په مبارزه کې یې له افغانستان سره د چین د خلکو جمهوریت د همکاریو څخه ستاینه وکړه. د هېواد بهرنیو چارو وزیر همداشان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او افغانستان کې د پایه دارې سولې ته د رسیدلو لپاره د سیمه‌ایزې او نړیوالې اجماع د تقویت په لار کې د چین د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او د دواړو دولتونو او ملتونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پراخېدو غوښتنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه