یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني:افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې...

غني:افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ.

ویب ډیسک

ولسمشر اشرف غني د روس په ضد د مجاهدینو د ګټلو د ۲۹ کال پوره کیدو په  په مناسبت په یوه خپور شوي بیان ویلي چې د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې تجربه کړې چې د بریا خوند یې تریخ کړ. افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي.

اوس چې هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخلو. دا چې په جهاد کې د خلکو د بریا راز د دوی یووالی او ملي وحدت و، نو د سولې په پروسه کې هم یوازې په یوه او واحد غږ، عادلانه او پایداره سولې ته رسېدلای شوو.

په پای کې هیواد ته د عادلانه او پایداره سولې د هیلې ترڅنګ، د جهاد د دورې صدیقو شهیدانو او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو درنو شهیدانو ته دعا او کورنیو، خپلوانو او همفکرو ته یې د درناوي او بریالیتوب غوښتنه کوم.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه