یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلمي خلیلزاد قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي...

زلمي خلیلزاد قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي له غړو سره کتلي.

ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوي له غړو سره کتلي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي،

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو له خلیلزاد سره په کتنه کې، د افغانستان په اوسني وضعیت،د سولې په روانې پروسې او اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

په ورته مهال د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړو ویلي،چې زلمي خلیلزاد د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي سره هم په جلا ډول کتلي او د سولې روانې پروسې په اړه یې خبرې کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه