ویب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي،افغانان باید د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، سیاسي توافق ته د رسیدو او د یوې اوږدې جګړې ترمنځ یو انتخاب کړي.
خلیلزاد د امریکا د متحده ایالاتو سنامجلس د بهرنیو چارو کمیټې په یوه استماعیه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، که طالبان د سیاسي توافق د رامنځ ته کیدو خنډ شي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي،نو د امریکا او د هغه هیواد د متحدینو له مخالفت سره به مخ شی.
خلیلزاد وایي د هغه په شخصي نظر د افغانستان اوسنی دولت به د دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ژر سقوط ونه کړي.


