ویب ډیسک
دملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۰ طالبان ووژل شوي او ۴۹ ټپیان شوي.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۵۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی ئی کړل.
دغه طالبان د هېواد کونړ، غزني، هرات، غور، فاریاب او تخار ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل لورئ ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي


