دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندهار کې د ۳۶ طالبانو وژل کېدو سره د لښکرګاه - کندهار...

کندهار کې د ۳۶ طالبانو وژل کېدو سره د لښکرګاه – کندهار عمومي لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوه

ویب ډیسک

ملي دفاع وزارت خبر ورکړئ چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو پروړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.

په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو دغې لويې لارې کې ماينونو د ځای پر ځای کولو سربېره، پلونه او پلچکونه په بمونو ویجاړول او د ملکي خلکو مسافرو د تګ و راتګ لپاره يې ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کولې.
دغه لار نن د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري په بشپړ ډول د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه پلونه او پلچکونه چې د وسله والو طالبانو لوري په بمونو ویجاړ شوي، د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري رغول شوي او لسګونه ماينونه کشف او شنډ کړل شوي.

د یادونې وړ ده چې لښکرګاه دو راهي تر کندهار عمومي لاره د ترهګرو له شتونه پاکه شوې.
خو په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه