دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بغلان برکه ولسوالي دطالبانو لاس ته ورغله.

د بغلان برکه ولسوالي دطالبانو لاس ته ورغله.

ویب ډیسک

د بغلان برکه ولسوالي تېره شپه لس بجې په ټولیز ډول د طالبانو لاس ته ورغله او امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او نهرین ولسوالۍ ته تللي دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت مني چي دغه ولسوالي طالبانو سقوط کړې ده، خو وايي چي طالبانو له څو استقامتونو پر ولسوالۍ بریدونه کړي دي، چي امنیتي ځواکونه په تاکتیکي ډول شاتګ کړی او ولسوالي یې طالبانو ته پرې ايښې ده.

امنیه قومنداني وايي، اوس امنیتي ځواکونه د نهرین په تاوشخ کوتل کي ځای پرځای سوي دي او ادعا کوي چي طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دواړو خواوو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره جزیات په لاس کي نه سته او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه