دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههلمند:مارجې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسؤل په ګډون ۲۱ طالبان...

هلمند:مارجې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسؤل په ګډون ۲۱ طالبان وژل شوي

ویب ډیسک

د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز “لښکرګاه” ښار اړوند او په “نهر سراج” ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړل.

چې په پایله کې د یاد ولایت مارجې ولسوالۍ له پاره د طالبانو پوځي مسؤل “حسیني” په ګډون, ۲۰ طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د طالبانو۱ ډيپو او د ماین جوړولو ۱ کارخانه, ۱۴ کړۍ ماینونه او ۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه یوړل شول.

ملي دفاع وزارت زیاته کړه چې طالبانو څخه سیمې د پاکولو په موخه عملیات دوام لري.
خو بل لورئ ته طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه