ویب ډیسک
ناټو وایي، له افغانستان څخه د پوځیانو ایستل خطرونه لري، خو پاتې کېدل هم د جګړې د دوام معنی لري.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ منلې ده چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت سخت او ننګوونکی دی، خو له دې هېواده یې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه پر ځای بللې.
نوموړي وویل، افغانستان کې د ناټو پوځیانو پاتې کېدل هلته د جګړې د دوام او د لا ډېرو قربانیو په معنا دي.
خو د ناټو سرمنشي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پوځیانو له ایستلو وروسته به هم له افغانستان سره درېیو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي.


