دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعبدالرحيم مندوخېل يو قامي شناخت

عبدالرحيم مندوخېل يو قامي شناخت

ليک، روزي خان ايثار

دپښتني سياست دغه ستر پرچارکونکی دکسې دغره په هواره لمن کي ده عبدالرحمن او دوتاڼۍ په کور کي په کال 1937 کي ودې نړۍ ته سترګي دغړولې.

رحيم مندوخېل لا دوکالت طالب علم ؤ چي ايوبي مارشل لا ولګيدله او په پاکستان کي دجمهوريت وناوکۍ په جبرۍ نقا کي دسنډيلو پر ځای ګوټونه په ور پشو کړل سول
رحيم مندوخېل خپل سياسي سفر پداسي حالت کي روان وساتلو چيري چې په پاکستان کي دننه هر قوم خپل قامي لساني تشخص تر لاسه کړ او بنګال خپل قامي رياست جوړ کړ خو رحيم مندو خېل رياست کې د ننه دخپل بېل شوي قام ديوالۍ هڅه کوله
رحيم مندوخېل دخپل قامي په پريکړي وجود او منځني بيلتون داسي خفه ؤ چي هغه به ويل
مرګئ شه دي غاړي باسي
بيلتون وچ کاڼي پريباسي
رحيم مندوخېل چي څومره مونږ لوستلی دی نو دهغه له فکر څخه يوه روښانه خبره څرګنديژي چې رحيم مندوخېل دخپل قام د خپل واکۍ غوښتونکي و استعمار ضد سامراج فکر درلود-

هغه استعار او داستعمار لاس پوڅي ؤ چي پشتانه غلام کول خو هغه رحيم مندوخېل ؤ چي دخپلواکي چراغ يې دفکر په تېلو بل ساته
هغه داستعمار لاس پوڅي ول چي دپښتنو نوم او نښان يې ختماؤ ،خو هغه رحيم مندوخېل ؤ چې د قامي حفيظې لپاره تل مبارزه کوله افغان او افغانستان يې تر اوسه ورسولو –

رحيم مندوخېل يوازې سياسي نه بلکې يوه ښه تاريخ پوه هم و –

رحيم مندوخېل پوهېده چې يو استعمار او کالونايزر قوت څنګه او په کمو طريقو قامونه غلام جوړولی شي نو هغه خپل قام ته اول خپل تاريخ بيان کړ
او په خپل شندلي قام کي يې د وحدت يو فکر خپور کړلو چې دپښتونخوا په نامه اوس يوه د کلکو ریښو ونه ده –
رحيم مندوخېل دهغه فکر لرلو ؤ کم فکر چې له بولانه تر چتراله او بيا له امو تر اباسينه پشتون قام ته يو ملي وحدت او وجود ورکاؤ

رحيم مندوخېل په خپل وجود کي دننه يوو هر اړخيز خصوصيت درلود
هغه له يو ښه سياسي سره سره يو پښتون تاريخ پوه ؤ

دپښتنو يوه ستونزه دا هم ده چي هغه له خپل تاريخ څخه لرې پاته شوي دي، او هم دغه علت ده چې هر ظالم او قبضه ګر پردوي نفسياتي غلبه زر کولي شي

خو رحيم صېب خپل اولس ته په مغزو کي له نوي سياست او مزاحمت سره سره خپله قامي حفيظه هم ور د ننه کړه

دپښتون نشنلیزم دغه ستر مباريز ، دکلچرل او ليګويسټيک ايفرلزم په معنا پو پشتون ؤ او تر غلام جديديت يې وقامي فولکلور او قامي حيفظې ته لومړیتوب ورکولو – ځکه يې خپل مزاج هم دخپل اولس په څېر جوړکړئ و

دباچاخان دفکري قافلې دغه ستر لاروي رحيم مندوخېل پر دغه فکر روان انسان ؤ چي ويل بې دلته کالونايزيشن او فوسټ کالونايزيشن دپشتنو له وطنه وسايل لوټلي ول او لوټي يې ،خو دپښتنو وطن ته يې هيڅ ګټه نه ده رسولې

رحيم مندوخېل دخپل وخت په سياسي چاپيريال کې د دغې مفکورې لاروي ؤ چي ،دغه قله چي داسلام پر نامه غيراسلامي هڅي کوي بايد لدغي مفکورې خلاسه شي او هر وګړی پکي بطور ديوو قوم نماينده په يوو قومي شناخت او قومي پيژندګلو وخت تېر کړي ،هغه ويل چي دپښتنو پر شارونو بايد دپښتنو کاروبار وي او پر پښتنه خاوره بايد دپښتنو کلي او کورونه وي نو ځکه يې دغه قام له خپلي خاوري سره په تاريخي حواله وتړلو ،که څه هم دلته دپښتنو په پښتونخوا وطن کي دکلچرل ايمفيرلزم اثرات له څه نورو لارو روان دي او خوريژي خو دپښتنو خاوره دومره نه شوله خواره لکه دنورو محکومو قامونو وطن چي اوس په کراچي دکراچۍ سنديان دخپل سمندر خپل مايان په خپلو پيسو اخلي

رحيم صاب ،اول دغه قبايلي ټولنه دپشتون قامي سياست وچوکاټ ته دننه کول غوشتل له هغه ورسته يې دغه شتمن قام ته د خپلې شتمني ترلاسه کولو لپاره شتونې لارې ور په ګوته کولې

دخان شهيد دلارې ملګری رحيم مندوخېل ترټولو ستر کمال داوه چي هغه له سياسي مزاحمت سره سره دخپل قامي قامي نفسيات له خپل وطن ،او د خپلې خاوري له بسټیزو شتمنيو سره تړل غوشتل لکه ،خاوره اوبه ،قدرتي شتمني دغه درې واړه هغه شيان دي چي پر يوه جغرافيه پراته خلک که پر یادو شيانو باندي واک ولري نو هغه به تل ودان وي او که يې له لاسه ورکړي نو هغه خلک بيا غلامان شي

او لدې ورسته ددغو شتمنيو لپاره تر يوه ښه منډي ځان رسول هم درحيم صاب په سياسي بصريت کي شکاري
لکه څنګه چي دايوه منلګي خبره ده چي په ټولنه يا ديو قام په سياسي او ټولنيز بدلون دهغې ټولني يا قام پر معاشي يا پيداوري بنيادونو ولاړ وي ،په پشتنه ټولنه کي هم دغه معيار شتون لري خو دا بيخي پر قبيلوي بنيادونو مستحکم دی خو رحيم صاب ،په خپل سياسي شعور سره خپل پښتون قام ته د خپل وطن دمعشيت اوګټي پيداواري اساسي لاري او وصيلې ور په ګوته کړلې هغه دجنوبي پښتونخوا په ټولو ولسواليو کي موجود قدرتي وسايل او دهغو دمارکيټ اهميت او دهغه معاشي ګټي وپشتنو ته په شه سياسي ژبه ور وشولې

دا خو په انساني تاريخ کي ډير مهم بحث دی چي ديوانسان ځاني آزادي هغه وخت ختم کيژي چي کله يې په مقابل کي بل انسان تر ده زيات جسماني ،معاشي او سماجي طاقت ولري ،هم دغه تسلسل په انساني تاريخي ارتقا کي راروان دی چي بيا انساني ټولنو دقوم يا مخصوصه طبقې په هيڅ پر بل قوم يا طبقه له طاقت حاصلو ورسته حملې کړې دي او هغه مخصوص قام يا ټولنه يې دخپلو ګټو لپاره دغلام تر حثيته رسولې ده نړيوالو سامي مزاهيبو پر تاريخ که نظر وکړو نو هغو هم دغه کار په يوو نوی رنګ کړی دی چي يوو خوا ته پکي انساني بقا شته او بلي خواته پکي تاوان هم شتون لري ،دمثال په توګه ديورپ له رايناسانسه ورسته دکالونايزيشن پړاو دجديت په شکل کي دنوروقامونو لپاره دشناخت دبحران سبب سولو ،هغه ملکونه چي له دويم جنګ عظيمه ورسته آزاد شول پکي له وخته هم يو ضد نوابادياتي تحريکونه ول په هغو کي دغه ستونځه بيخي شته .

رحيم صاب دلته تر ټولو ستر کار دا هم وکړ چي هغه دپښتون قام ته خپل لرغونی تاريخ او دخپل تاريخ دزوال او عروج واړه پړاونه پر ورغوی کشې شودل ،هم دغه شي تر ټولو ستره ګټه دا وکړله چي پر مونږه پريدی نصاب زيات نه شو غاليبه او مونژ لژ له خپل وطن ،خپلو خلګو او خپل تاريخ سره بلد شو

درحيم مندوخېل او هم دغسي دپښتنو نور ټولو قام پالو سياسي مزاحمتي مشرانو ته زديو قومي شناخت نوم ور کوم هغه ځکه
که پر تاريخ نظر ولرو نو هم دغه قومي حفيظه واقعي دقامونو دبقا او لرغونتوب سبب دی ،دغسې مثالونه مونږ ته په انساني تاريخ کې شتون لري.

په انساني ياد تاريخ کي څلور لوی هجرتونه شوي دي چي پکي اول له مرکزي اشيا ځخه دآرينو راتګ ؤ چي علاقايي ډارويډينزو سره يې جنګونه وکړل او بيا پکي تراوسه درام او راوڼ تفريق موجود دی ،دويم هجرت دبني اسرئلو ؤ چي حضرت يعقوب دخپل زوي يوسف لپاره په ۱۸۰۰ قبل مسیح کې وکړ بيا له حضرت موسی سره بيرته له مصر ځخه فلسطين ته راغلو ،دريم هجرت بيا دبخت نصر له وجي څخه ديهوديانو وؤ چي له فلسطين څخه په ټوله نړۍ کي وپاشل کيدل خو هغو دغه اوصول اشی ولو چي خپله ژبه او خپل وطن فلسطين بنه هيره ؤ ،دريم هجرت چي له يورپ ځخه دنورو نړيوال قامونو وعلاقو ته وسولو دغه عمل په ټوله نړۍ کي دغلام اوبادار فکر نور هم قوي کړ ،که څه هم لدې باد په نړۍ کي دروغزن ګلوبل ويلج او کثير کلتوري بيانيه خوره شوله خو دتور او سپين رجهان اوس هم شته او هم لدې وجي ځخه چي کم قامونه دنوآبادياتو لاس پوڅي ول په هغو کي دهغو اثر شته خو پښتانه قام پاله مشران او

رحيم مندوخېل دخپل قام بيانيه ،ډيره واضع پر مخ وړله ،که ستاسو خيال وي چي لومړي نړیوال جنګ مونږ ځله نيمای کړلو ،دويم جنګ عظيم دپښتنو نيمائی حثيت له قامي وحدت لري کړ ،پدې وخت کي ډيري پريدي مفکورې دپښتنو پر قامي نفسياتو غالبه سولې ،دريم جنګ يعني ساړه جنګ دپښتنو آزاد او غلام وطن په وينو سور کړلو او په پريدي جنګ کي يې شکېل کړلو ،په مونږ کي څوک دعربو پيلويان شول ،څوک داشترکيت پر آسانو سپاره راغلل کلي يې خراب کړل ،پدغه حال کي بيخي داسي کم وګړي ول چي دغه بيانيه يې پر مخ وړله او خپل پاشلي قام ته يې دقامي وحدت غالب تيارولو هم په هغو سترشخصياتو کي يوو رحيم مندوخېل هم ؤ

زه پوهيژم چي رحيم مندوخېل پوهيدلو چي په غلام او ورک حثيت دغه پښتون قام ته هيڅ کله هم خپل سباؤن په آرامه نشي ميلاويدلای ،ولي دا خو ډيره واضع خبره ده دبل کټ تر نيمو شپو دی ،نو ځکه قدرمن رحيم مندوخېل په خپل قام کي قامي حفیظې څرک ژوندی ساتلو

ولي چي هغه پوهيدلو چي ،که پدغه پیړۍ کې پښتانه پدغه حثيت پاته سول او دغه محکوميت يې پر مغزو قوي شو ،نو بيا کيدی شي چې دقام او خاوري تر منځ داسي بيلتون راشي
نه به را پر دغه پله شو
نه به بيا ستا همسايه شو
هغه ځکه چې په نړۍ کي چې کم قامونه په دې تاريخي خوځښت کي له خپله قامي شناخته بدل شوی دي دهغوي تر اوسه هم هغسې حالت یې د مثال په توګه يې مونږ دامريکې دسپين پوستو او تور پوستو ترمنځ توپير ليدلي شو چي
والټ ويټ مين چي يوو امريکن سپين پوستي شاعر ؤ هغه په 1816 کي يوو نظم
(I hear america singing)
زه امريکا غزل ګو اورم
وليکي ،دغه شاعر په خپل وخت کي دامريکې يوو ترجمان شاعر بلل کيده ،خو بلې خواته لينګ سټن هګز په 1925 يوو نظم
(i too sing america )
ما هم واوره امريکايي
وليکلو
معنا چي په شناختي بحران کي سره يوو ځای خلګ يا له نو آبادياتو ورسته جوړسوي وطنونه او دهغو وګړي په هيڅ کوم نظام کي پر يوه ځای په مشترکه تشخص کې نسي اوسيدلای ،هم دغه کار ستر سياست پو او تاريخ رحيم صاب په خپل وخت کي دپشتنو لپاره وکړ چې وهغو ته يې خپل تاريخ او وطني وسائل ور وپيژندل
او ورځ تر مرګه يې دغه څپڅلي کار روان وساتلو
دقدرمن مشر په ژوند کې ډيرې خاطرې شته خو يوه ستر کار يې دلوږې هرتال ؤ چي په رسمي توګه يې خلګ څه رنګه بيانوي خو زه وايم چي دغه بوک هرتال هغه دخپل پښتون قام دابدي لوږې ختم کولو لپاره کړی ؤ او شايد هم دغه ټپه يې ويله
چي زمروت يې پيداوار دی
زه په هغه وطن کي لوږې تيرومه
درحيم صاب په مرګ قدرمن تاريخ پوه پښتون قام پال رضالالا ويل چي
دا ته چي زې ماپه چا سپارې
ما په بې ننګو خلګو مه سپاره مينه
او دغه غاړه يې کوله
ددنيا مړونه تل مري
سروبن ددچا نه مري

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه