ليک ؛ رفېع الله پښتون
انساني تاريخ ګواه دي چې ويښ، مترقي او په خپلواکۍ مئین قامونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې هر وخت ځانګړي مقام لري
خپلواکۍ باندې مئين قامونو هر وخت خپل اتلان ږيږولي دي. د ننګياليو، جنګياليو او برياليو د زېږېدني په باب پښتونخوا هم له دې عظمت څخه بې برخي او وروستو نه ده پاتې شوې. له پير روښان څخه تر خوشحال خان خټک پوري بيا تر دې محاله پښتنې خاوري داسي شازلمي په خپله غېږه کښې ساتلي دي، چي نه يواځي د خپل محکوميت په ضد جنګېدلي دي بلکې د بې وسو، بې وزلو او محکومو خلګو ږغ يې هم له ځان سره بدرګه کړی دی. د بېلګي په توګه، خان شهيد عبدالصمد خان اچکزی، عبدالرحيم پوپلزی، کاکا جي صنوبر حسين مومند، فقير ايپی، ملا پونده، فخر افغان باچا خان، افضل بنګش او شيرعلی باچا غوندي غمي يې هم له ځان سره خوندي کړي دي. له دې غميو ځخه يو غمی ارواښاد عبدالرحيم مندوخيل هم وو، چا چي د خپل ځپلي قام په تاريخ او سياست کښي نوره رنګيني راوسته، دغه منتشر قام او کمزوري تنطيم ته يې نور توان، انقلابي او خلقي رنګونه ور و بخښلو.
زموږ يو خوږ ملګری ته رضا ربانی څه داسي وئيلي و چي؛
“د ارواښاد رحيم مندوخيل بغير د اتلسم ترميم تکميل امکان نه درلود”، نو همدغسې زما نه دی خيال چې د استاد رحيم صاحب نه پرته دې د افغان د لرغوني تاريخ انځور او شتون دي هم دغسې خوندي او ساتلی پاتې شي.
د شنه غره په لمن کښي اومژه مرسين زئ په کلی کښي يو داسی ځيرک انسان خپلي سترګي روڼوي او په داسي حال کښي دې نړی ته مخه کوي چي پښتون افغان د سخت تنظيمی او سياسي نيښتوالي سره مخامخ دی. دغه د دورانديش فکر خاوند خپل قام نه يواځي سياست او تنظيم ته رابولي بلکې خپله جغرافيه، خپل لرغونی تاريخ، خپله ژبه خپل سياسی اختيار ورباندي پېژني. د خپل قامي سياست تر څنګ خپل تاريخ داسي محفوظه کوي او د تاريخ سينې ته يې سپاري، چي وروستو دغه سپېڅلی انسان د ټول پښتون افغان په زړۀ کښي هغه مقام پېدا کوي چی څوک يې تصور نه شي کولائ. کلونه پس هم دا قامی اتل د خپلو ځپلو خلګو پر زړونو باندې راج او باچاهي کوي. خوشحال بابا ډېر ښه ويلي دي چې؛
محبت کــــه بدرګــــه راســــره مـــه وای
يک تنها به په خون خوارو لارو تلل څوک
ښه خو دا چــې دا چا نوم پکښي ياديږي
پر فاني دنيا به نه وي ژوندي تل څـــوک
رحيم مندوخيل په عيسوي کال ۱۹۴۲ کښي ژوب يو هائ سکول کښي درس پېل کړو. هغه وخت هم ښاغلی سياسی رنګ درلود، ولي چي دغه سياسي له ورايه په څرکنده و، له دې ځخه بيا سائنس کالج چي هغه وخت د ګورنمنټ کالج په نوم يادېدو، څلور کاله مسلسل تېر کړو بيا يې ۶۱-۶۳ پوري دپېښور د قانون ډګري تر لاسه کړه. ۱۹۵۴ چي کله ښاغلی رحيم مندوخيل لوستونکی وو هم دغه وخت کښي خان شهيد په جيل کښي بندي وو، هم دغه وخت دې څيز، دې بې وسۍ او لاچارۍ پر بابائے افغان ډېر اغيز وکړ. وخت په وخت يې ليکني کولې او په سياست يې ډېر جوت نظر لرولو، او دغه نظر يې ښه پوخ شو. خان شهيد د انګريز خلاف مسلسل جيلونه او کړاوونو په ځان يوړل، چي کله پاکستان جوړ شو نو د ورور پښتون په نامه يې جدوجهد پېل کړو. د جمهوري فيډريشن دپاره هلي ځلي دوامداره شوې، په داسي حال کښي د رحيم صاب غوندي سپېڅلي خلک هم سياست ته مخه کړه، تر دې وړاندې يې هم فعاله رول و، خو دغه وخت يې د سياست ميدان بشپړه راودنګل او خپل قامي او اجتماعي شعور دپاره يې کار پېل کړ.
د سياست او ادب سره يې د پښتنو په معاشي نظام هم ډېر جوت نظر درلودو. چې يو ځای څه داسي وايي چې؛
“موږ که څوک پيږني زموږ په اجتماعي وسائل ملکيت دي ځان پوهه کړي. خاوره، ځنکل، ځمکه، غرونه، دښتونه او وسائل ټول مو په شريکه دي، د خپلي ټولني معاشياتو مساوات کورټ ګاني يعنی د وسائل ملکيت د اولسونو دی. دغه مساوات او ويش په۱۵ عسوی کال کښي د شېخ ملی دفتر دمزکو ويش يې يوه لوئ نمونه ګڼي”
ارواښاد رحيم مندوخيل د خپلو خلګو له نفسيات او له تاريخ څخه خبر کس وو، پر دې يې بشپړه يقين درلودو چي پښتنو تر ټولو زياته د ازادی په جنګو کښي برخه اخستې ده. د انګريزانو خلاف د مبارزې وروستو د مترقي پاکستان او حقيقي فيډريشن دپاره خان شهيد خان عبدالصمد خان اڅکزي، د فخر افغان باچا خان ډېري زياتي ستړې ګاللي وې، چي کله پاکستان جوړ شو نو پر اقتدار ټول حقوق د پښتون کېدو، پښتون يې د اقتدار څخه محروم کړل او استعماري فکرونو هغه دخدايي خدمتګارانو، انجمن يې وطن ، ورور پښتون يا د انګريزانو خلاف مبارزه يې د خاورو سره خاوري کړله.
د دې سياسی مبارز دغه ټول جبر په فکر کښي موجود وو، له دغه سوبه يې نه يواځي ساده باده پښتانه سياست ته مائل کړو بلکې په ډېر تنظيمي ډسپلن د اغه افاديت او اهميت نه يې خبر کړو، دۀ هغوی ته دا پوره مالومه وه چي د پښتنو تر ټولو لويه ستونځه دا ده چي دوي هر وخت غير تنظيمي وسېدلي دي، پر دې بنياد يې کار پېل کړ او موږ ته يو منظم تنظيم او يو سټرکچر راکړي، چي نن څومره هم سياسی کچه لوړه ده ، ده ولس په سياست او تنظيم پوره يقين دي دغه ټول د اغي مبارزې برکت دي. ملګري شاعر حفيظ الله ياد د استاد رحيم صاحب و ارواح ته ډېر ښه ويلي چې ؛
تاريخ پوهه، تنظيم پوهه، ستر استاده
لوی پوهــــــانده، د وياړونــــو اعتماده
دې ستر انسان مبارزه څه داسي مبازه وکړه چي کله يې هم پر تنظيم، ډسپلن او پښتون افغان پر خبره له هيچا سره کمپرومائز و نه کړ. خپلو ډېرو زړه ته ورتېر ملګرو ته يې دا اجازه نه ده ورکړې. څوک چي خپله سپېڅلی وي ، خپله د کردار خاوند وي، خپله سياسي او تنظيمي وي اغه بيا د هيحا سره د مصلحت په لار نه ځي بلکه ورته مزاحمتونه او خنډونه جوړوي، دغه کار رحيم صاب مخ په وړاندې بوتو شپه او ورځ يې يوه کړه او موږ ته يې روغ رمټ تنظيم راکړو، اغه زموږ بدبختي وه چي د دغه سپېڅلي انسان خواري مو کندي ته ورغورځوله او خپل منظم تنطيم مو د معروض او د روانو حالاتو سره جديد نه کړو، د خپلو زياتي ګټو دپاره مو دغه لوی کاز ته زيان ورسولو. خلګ د تنطيم په جوړولو کښي د مشکلات سره مخ وي مګر موږ د جوړ تنظيم چلولو کښي په مکمله توګه پاتې او ناکام شو. دغه تاريخي جبر به تاريخ کښي په تورو کرښو ليکل کيږي چی دلته خلکو د تنظيم سره څه و نه کړل، ځان خوښو، د نرګيست ښکار او مفادات پرستو دغه تنطيم څنګه د لاسه ور کړو، اوس هيڅوک د ډاره څه نه شي ليکلائ خو تاريخ ډېر جابر دی هيڅوک نه معافوي او نه د چا خيال ساتي.
چي کله استعماريانو او سامراجيانو د افغان د بدلون او افغانستان د خلګو خلاف نام ونهاد جهاد ته وده ورکړه نو رحيم صاب او دغه پښتونخوا ملي عوامي ګوند وه چي دغه اعلان يې په ډاګه وکړو چی دا جهاد نه بلکې پروکسی وار دی، رنک، جامه، پټکی يې د پښتانۀ وو، په اصل کښي دغه ترهګر او افغان دشمن دي. بيا موږ وليدو چي حميد ګل او کرنل امام په خپلو ياداشتونو او انټرویوز کښي دغه ټول شيان څرکند کړو کم چي اراوښاد په خپل سياسی بصيرت پخوا دغه خبره ايکسپوز کړې وه.
دا سپېڅلی او د افغان په ننګ مئين انسان هم خپل معروض پېږندو او هم يې د خپلو خلکو نفسياتو ته يې نظر وو. اپروچ يې بشپړه مارکسی او جدلياتی وو، خو چي کله هم له دۀ څخه خلکو د خپل پسنديده (فيورټ) شخصيت په حقله پښتنه کړې ده نو د هر وخت دۀ د پغمبرانو سردار حضرت محمد نوم اخستی دی او د هغه وروستو يې بيا خپل خان شهيد، باچا خان، نيلسن منډيلا، ګاندهی، کاکاجي صنوبر حسين مومند، فقير ايپي او نورو اتلانو نومان اخستي دي.په خاصه توګه د پير روشان تحريک ډېر زيات اغيز پر کړي وه او د پيرروشان قربانيو ته ډېر د قدر په نظر کتل. خپل سياست او د خپل قام له نفسياتو سره دومره ولد وو چي خپله يې مارکسی اپروچ لرولو، او دې اپروچ ته يې هم پښتني اطلاق يا پښتني لاره کتله، هيس کله يې هم بې پښتو يا د خپلي ټولني په ضد کار نه کولو ، بلکه په ډېره سياسی لهجه او سياسي انداز يې خپله قامي مدعا سامراج او استعمار خپل قوم ته وړاندي کولو.
که چرته د ادب په اړه يې ذکر وکړو د پښتونخوا کوند مرکزي سيکرټري اطلاعات رضا لالا ورته د تاريخ حافظ وئيلی دي. ده د خپل طالب علمي په دوره کښي د ټولواکي اقتدار اعلي او د اولسونو په اختيار مجلس مخ په وړاندي وړی دی. ثقافتي او ټولينز نظام باندي يې پراخه رڼا اچولې ده. په هر مکاله کښي يې د اولسونو د اختيار، د سامراجيانو او استعماريانو د دسيسو پر ضد او هغوی ته يې ښکاره ګوته نيوله ده. د غازی امان الله او نوري بې شميره مکالې يې يواځي د پښتون وطن جغرافيه، تاريخ او د سامراجيانو د دسيسې اولس ته د په ګوتو کړي دی. د خپل تاريخ داسي استاد وو، چې اپروچ يې ټوله تاريخي،ساهنسی او جدلياتي وو، هره خبره يې پر ساينسي بنيادونو پرتله کوله او بيا خپل نظر وړاندې کولو. مترقي پسند اتقلابی وو، د دې اندازه تاسو له دې ځخه وکړي، چي د چين، ويتنام او کيوبا انقلابونه يې نه صرف مطالعه کړي و بلکې د هغه کره او کوټه يا د انګرېزۍ په اصطلاح Prons and Cons هم ورته معلوم وو، چي څنګه يې د خپلي ټولني سره پرتله کړي. د نړۍ د ستر ستر شخيصياتو غورچاڼ يا سيلکيټډ کار به يې سره را غونډه وو او بيا به يې تر تنقيدی نظر ايستلو. د خپل وطن د تاريخ، جغرافيې او علمي څېړنو سمندر وو. رضا لالا وايي، چي وړکی کتاب نما غوندي شاهکار يا مکاله ” خليج فارس بحرهند او امريکي سامراج” کښې يې د دنيا نقشه ډېره په مختصره توګه بيان کړې ده. د پښتون افغان د وسائلو د تقسيم په حقله يې له ټولي نړۍ ځخه ډېر ممتاز مجلس راوړی دی. يعنی پښتون افغان د وېش کم اصولونو چي دي هغه د ټولي نړۍ ځخه مختلف دي. په نورو ملتونو کښي جاګيردار، زورور د هر څه مالک وي خو په پښتون افغان کي داسي هيڅ اصول نشته بلکې اولسونه د وسائلو مالکان وي، مساوات او برابری وي.خپله جرګه سسټم، خپلوي او ورولي او خپل ښه خويونه هم له نورو ملتونو ځخه ډېر جالب دي. له امو تر اباسينه د لرغوني پښتون افغان قام تاريخ څېړل يې يوه مشغله وه. “افغان او افغانستان” کښې خپل تاريخ او “افغانستان او امريکی سامراج” کښې د امريکی سامراج په دسيسو او سازشونو خپل اولس پوهه کول هم اسانه خبره نه وه. د پښتو باختري او اوېستايي ژبه ثابتولو کښې يې شپه او ورځ سټړي ګاللي دي، اريانه خراسان او د اوسني افغانستان ورک تاريخ بيا را ژوندی کول د يو سياسی سړي دپاره دومره لوئ ادبی کار داسی اسان کار نه وو.
يو سياسي ورکر چي خپل په عملي سياست کښې خپل کار مخ په وړاندی بيايي، د هغه سړي دپاره دا کار ډېر په اسانه نه شي تر سره کيدلاي. البته چي د وطن جغرافيه، کلچر او قام سره مينه او مخلصتيا د ارواښاد ايډوکېټ رحيم مندوخيل غوندي سېوا شي. رحيم مندوخيل د تنطيم، ډسپلن، سياست او ادب يو پامير وو او دغه روښان ستوری چي پښتون افغان وی دغه سپېڅلی نوم به د ښتون افغان په تاريخ کښي ځليږي.
د استاد عبدالرحيم مندوخيل و ارواح ته به د عقيدت د وړاندې کولو تر ټولو غوره او کره لاره به دا وي چې موږ دي ښاغلي پر هغه اصولو باندې مخ په وړاندې د خپلواکۍ په لور مزل وکړو کم اصول چې استاد د سياست او ملتپالني په باب موږ ته پرې ايښي وي. بايد هر سياسي وګړی بالعموم او هر پښتون افغان بالخصوص د استاد رحيم صاحب د لاري ګامونه خپل کړي او د روښانه او خپلواکه سباؤن په لور د قام په مبارزه کې برخه واچوي.
موږ بۀ نۀ موږ بۀ مړۀ يو، موږ بۀ خاورې
خو دا زمــــوږ کرلی فصل به لـونګ کړي


