یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنانسي پلوسي:افغانستان او امریکا ژورې او دوستانه اړیکې لري

نانسي پلوسي:افغانستان او امریکا ژورې او دوستانه اړیکې لري

ويب ډیسک

جمهوررئیس محمد اشرف غني امریکا متحده ایالتونو ته پخپل سفر کې  د هغه هیواد د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي سره په واشنګټن کې وکتل.
په دې کتنه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو په ځانګړي ډول د ښځو رول د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

وروسته جمهوررئیس او نانسي پلوسي په ګډ خبري کنفرانس کې د خپلو خبرو د پایلو په اړه معلومات ورکړل.
په پیل کې مېرمن نانسي پلوسي جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او امریکا اړیکې دوستانه او نږدې وې او اوس د دغو اړیکو نوې مرحلې ته داخل شوي یوو.
نوموړې له افغانستان سره د بشري مرستو او د ښځو او افغان نجونو د مقام پیاوړتیا د ډاډ ترڅنګ، په دې برخه کې د جمهوررئیس د رهبرۍ او د هیواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه وکړه.

مېرمن پلوسې دېته په اشارې چې افغانستان او امریکا ژورې او دوستانه اړیکې لري وویل، موږ دې اړیکو ته په ارزښت قایل یوو.
جمهوررئیس غني وویل: د خوښۍ ځای دی چې دلته حضور لرم او د جمهوررئیس د ستراتېژیک تصمیم هرکلی او درناوی کوو، په دې تصمیم سره زموږ د ستراتیژیکو مناسباتو فصل رامنځته شو او د خلکو ـ خلکو او حکومت ـ حکومت په اړیکو لا زیات تمرکز کېږي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالتونو د ولسي جرګې مشرې سره یې خبرې ګټورې وې او د هغې د ګڼو سفرونو او له افغانستان سره لېوالتیا په ځانګړي ډول د افغان ښځو د رول پیاوړتیا په برخه کې یې، مننه وکړه.
جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې لومړۍ مېرمن هم د ټولو افغان ښځو په استازیتوب مننه کوي وویل: له افغان نجونو سره کتنې هره ورځ ماته قوت رابښي او کله چې له هغوی پوښتم څوک غواړي د افغانستان جمهوررئیس شي، له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې لاس پورته کوي او دا د نوي افغانستان تصویر ښیي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې، په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا متحدو ایالتونو مرستې په ځانګړي ډول د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې، وچکالۍ او د طالبانو د وحشیانه بریدونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره، ډېرې حیاتي وبللې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه