یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا هوايي ځواکونو په کندز او بغلان کي پر طالبانو بریدونه...

د امریکا هوايي ځواکونو په کندز او بغلان کي پر طالبانو بریدونه کړي

ویب ډیسک
د امریکا له دفاع وزارت څخه یوې باوري سرچینې «فاکس نیوز» ته ویلي چي د امریکا هوایي ځواکونو په بغلان او کندز ولایتونو کي پر طالبانو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د سرچینې په وینا، د امریکا په دغو هوایي بریدونو کي یو شمېر طالبان وژل سوي او ټپیان سوي دي.
د امریکا پوځ تر دې مخکي هم ویلي وه چي د اړتیا په صورت کي به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.
خو طالبان بیا دا څه په دوحه کي د امریکا او دوی تر منځ د سوي هوکړي خلاف کار بولي.

د امریکا د پوځ له لوري دا بریدونه پر داسي مهال ترسره کیږي چي په دې وروستیو کي د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او ځیني ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس سوي دي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه