ویب ډیسک
جمهوررئیس محمد اشرف غني امريکا متحدو ايالتونو ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ امريکايي دوستانو له ډلې سره په ماښامنۍ مېلمستیا کې وکتل.
په دغه مېلمستیا کې چې د جمهوررئیس غني له لوري په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې جوړه شوې وه، جنرالانو او د سياسي چارو شنونکو، ډیپلوماټانو او د جنرال پټرويس، جنرال نېکلسن اوجنرال کمبل په ګډون د امریکا متحدو ایالتونو اغېزناکو او پوهو شخصيتونو او همداراز د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې مدلين البرايټ، د یاد هيواد سفيرانو او نورو شخصيتونو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی، ګډون کړی وو.
دوی د افغانستان او امريکا متحدو ايالتونو د اړیکو او نورو ټولو پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.


