ويب ډیسک
اشرف غني په ارګ کې د ملي دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز د معرفي په مراسمو کې ویلي، جګړه طالبانو پیل کړې او مسوول یې همدوی دي.
ولسمشر وايي دوی د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه معلومه نه ده.
ولسمشر غني د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانولو ته په اشارې ویلي، طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي، دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي.


