ويب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ, د هلمند ولایت نهر سراج او ګرشک ولسوالیو اړوند هدفمند عملیات تر سره کړل.
په پایله کې طالبانو د ۷ مخکښو قوماندانانو چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱- قریب اغا طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان
۲- عمران طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان
۳- بریالی طالبانو د سرې قطعې قوماندان قوماندان
۴- نعمت الله د طالبانو یو مخکښ قوماندان
۵- عابد د طالبانو یو کلیدي قوماندان
۶- حاجي ورور د طالبانو یو مخکښ قوماندان
۷- ملا عبدالله د طالبانو یو مخکښ قوماندان
په ګډون ۶۰ طالبان ووژل شول او د یادې ډلې د یو مهم قوماندان عبدالهادي په ګډون, ۷۵ تنه نور ټپيان شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن ۱ موټر, ۶ موټر سایکل, ۴ قرارګاوې, ۲ موضع, زیات شمېر بیلابیل ډول وسلې او تجهیزات له منځه یوړل شول. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


