دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوئ

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوئ

ويب ډیسک

د دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۸ طالبان ووژل شول او ۱۵۶ ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۷۶ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان, پکتیا, زابل, هرات, فراه, غور, فاریاب, بلخ, جوزجان, هلمند, تخار او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه