ويب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه “بولان” سیمه کې او ناوې ولسوالۍ ” عینک ” سیمه کې طالبانو پټنځایونه په نښه کړل.
چې په پایله کې د طالبانو د سرې قطعې یوه مهم قوماندان “ملا خان محمد” په ګډون د یادې قطعې ۱۴ غړي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي.خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


