لیک : عصمت خاورین
ايا کله مو داسې څوک ليدلي چې په هره برخه کې ماهر وي او پرې پوهېږي؟ که ځواب مو «هو» وي، نو ايا غوښتي مو دي چې د همدې شخص په څېر واوسئ؟
فکر به کوئ چې څومره به ښه شي چې زه دې يو داسې شخص واوسم چې په هره څه پوه وم او هر څوک مې خوښ کړي.
هر څوک غواړي چې خپل شخصيت ته وده ورکړي او ځان په راتلونکي کې يو شخصيت وويني، خو هېڅوک نه پوهېږي چې څنګه خپل شخصيت ته وده ورکړي.
په دې ليکنه کې به تاسو ولولئ چې شخصيت ته څنګه وده ورکړو او څنګه يو شخصيت لرونکی کس به واوسو.
•سايکولوژي (cyco ogy) او فلسفه ولولئ
که غواړئ چې خپل شخصيت ته وده ورکړئ، نو بايد سايکولوژي (cycology) او فلسفه ولولئ، چې تاسو ته ځان معلوم شي چې کوم ډول انسان ياست. د دې ترڅنګ به دا هم درته معلوم شي چې چې ستاسې شاوخوا کوم ډول خلک اوسي. څه مو تشويقوي؟ څه مو خوښ دي او څه مو نه دي خوښ؟ نو د دې ټولو شيانو د پېژندلو لپاره بايد يو څه اندازه د سايکولوژۍ علم ولولئ.
په شخصيت جوړونه کې سايکولوژي يو بنسټيز شی دی چې بايد زده يې کړئ.
د دې تر څنګ تاسې بايد فلسفه ولولئ، چې له دې سره تاسې کولی شئ يو فکر جوړ کړئ چې تاسو د ژوند کولو لپاره کومه لاره ټاکئ. نن ورځ ډيری خلک ژوند بې له کوم پلانه مخته وړي، نو د فلسفې په لوستلو سره تاسې فکر ته اړ کېږئ او يوه غوره لار ځان ته ټاکئ.
• انګريزي زده کړئ
داسې نه شي کېدای چې د د نړۍ ټول علمي کتابونو دې موږ ته په پښتو يا درې ژبو پيدا شي. نو که چېرې مو انګريزي ژبه نه وه زده، نو د نړۍ ډېر مهم معلومات له لاسه ورکوئ. او هغوئ چې کافي اندازه معلومات ونه لري، نه شي کولی يو ښه شخصيت لرونکی شخص و اوسي.
• په عامه ځايونو کې د خبرو کولو هنر زده کړئ
که چېرې تاسې کافي اندازه معلومات هم ولرئ، خو چې د ويلو او مخکې وړاندې کولو هنر يې ونه لرئ، هېڅ ګټه نه لري. بايد پوه شئ چې د يوې ډلې خلکو مخ کې څه ډول خبرې وکړئ. دغه راز په هغه ژبه چې وينا کوئ، بايد ورسره راحته وئ.
• فعال ووسئ
د ښه شخصيت جوړونې لپاره بايد پوه شئ چې په نړۍ کې څه روان دي. دا کړنه په ننني عصر کې بېخي اسانه ده، ځکه چې ټولنيزې رسنۍ نن سبا د هر سړي په جيبونو کې دي. په ټولنيزو رسنيو کې خبري راپورونه ولولئ بيا د هغې په اړه خپله تحليل وکړئ. چې له دې سره مو يوازې شخصيت نه لوړيږي، بلکې يو انساني مسووليت هم ادا کوئ.
• هغه څه زده کړئ چې نه مو وي زده کړي
ډېری خلک له ښوونځي او پوهنتون وروسته زدهکړو ته شا کوي او د هېڅ څيز د زده کولو کوښښ نه کوي. کوښ وکړئ چې نوي نوي شيان زده کړئ. کله چې موږ نوي څه زده کوو ذهن مو ورسره تېزيږي او هڅه کوو چې تل يو بل نوی شی زده کړو. د دې ترڅنګ نوي شيان زده کول انسان هوښياروي.
• ځانښودنه مه کوئ
که چېرې يو نوی کار کوو نو زړه مو غواړي چې خپلو ملګرو ته د هغې په اړه ووايو څو هغوی ته ځان وښيو چې موږ هم يو څه يو. دا کار هېڅکله مکوئږ په خپل ځان فوکس وکړئ. کله مو چې په ځان فوکس وکړ، نو د خلکو پام په خپله ستاسې خوا ته اوړي.
نو شخصيت جوړونه کوم ستونزمن کار نه دی، خپل مسوليتونه منئ او پورتني ټکی عملي کړي څو يو باشخصيته کس واوسئ او په ټولنه کې درته په درنده سترګه وکتل شي.


