دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته...

بهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.

ویب ډیسک
د تر کيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وایي د بهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.
رجب طیب اردوغان د ناټو سرمشريزه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې خبریالانو ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی. دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.

اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي, افغانستان کې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه