دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهځواکونو د خان اباد ولسوالۍ بېرته ونیوله

ځواکونو د خان اباد ولسوالۍ بېرته ونیوله

ویب ډیسک

د‌ دفاع وزارت وایی چی دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندوز ولایت “خان اباد”ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل، چې  طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتو سره، د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ مقام څخه په شا وتمبول شول.

ددغو عملیاتو په پایله کې نن ددغې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ، بازار او یوشمیر نورې سیمې د دښمن له شتونه پاکې، ۳۵ طالب  ووژل شول ، ۲۰ نور ټپیان شول او ددغې ولسوالۍ د شاوخوا سیمو د پاکېدو په موخه چاڼیز عملیات په چټکي سره دوام لري.

همداراز ددغو عملیاتو په پایله کې د دښمن زیات شمیر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خان اباد ولسوالۍ قدرمنو اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولسوالۍ به په بشپړه توګه د دښمن له شتونه پاکوي او د دوی د امنیت د ټينګښت په برخه کې هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه