ویب ډیسک
میوند قول اردو منلې،چې د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ د پوځي تجهیزاتو د لوټولو په موخه په راټولو شویو کسانو یې هوایي برید کړی،چې د طالبانو ترڅنګ ملکیان هم پکې وژل شوي دي.
میوند قول اردو په یوه اعلامیه کې ویلي،افغان ځواکونو د هلمند په نهر السراج ولسوالۍ کې هغه طالبان چې د پوځي تجهیزاتو د لوټولو په موخه یوې نظامي قرارګاه ته ننوتلي وو، په نښه کړل،خو په وینایې په برید کې ملکیان هم وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونو په هلمند کې پر یوه تخلیه شوې قرارګاه هوایي برید کړی او۳۰ ملکي وګړي یې چې هلته راټول وو، وژلي او له اویا زیات یې ټپیان کړي دي.
طالبانو د دې برید په غبرګون کې ویلي،چې د ملکیانو غچ به واخلي.


