دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاتمر:افغانستان د اکسیجن، د اکسیجن د تولید ماشینونو، ټانکرونو او سلنډرونو ته...

اتمر:افغانستان د اکسیجن، د اکسیجن د تولید ماشینونو، ټانکرونو او سلنډرونو ته اړتیا لري.

ویب ډیسک

کابل – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ګاونډیو هېوادونو او سیمې کې د افغانستان له سفیرانو، جنرال قونسلانو او د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي څانګو له رئیسانو سره د عاجل روغتيايي مرستو د جلبولو لپاره، غونډه وکړه.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر په ګاونډیو هېوادونو او سیمه کې د افغانستان ډیپلوماتیکو ماموریتونو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي څانګو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د کويد – ١٩ سره د مبارزې استعجالیت ته په کتلو سره د کوربه هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او په کابل کې ټولو بهرنیو سفارتونو سره د اکسیجن او طبي تجهیزات چمتو کولو په موخه، اړیکه ونيسي.

ښاغلي اتمر په داسې حال کې چې د کويد – ١٩ پروړاندې د مبارزې په تیرو پړاونو کې د دوستو هېوادونو له ملاتړ څخه ستاینه وکړه، زیاته يې کړه چې د افغانستان حکومت او خلک د ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه تمه لري چې پدې مرحله کې هم د افغانستان خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي اتمر د هېواد روغتيايي سکتور اړتیاو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان د اکسیجن، د اکسیجن د تولید ماشینونو، ټانکرونو او سلنډرونو ته اړتیا لري.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان ډیپلوماتیکو ماموریتونو مسولینو او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي څانګو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې روغتیايي وضعیت او د خلکو اړتیاوو ته په پام سره، د کوربه هېوادونو او په کابل کې د میشت بهرنیو سفارتونو د ملاتړ راجلبولو او افغانستان ته د اکسیجن او طبي تجهیزات د ليږد لپاره، ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه