دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني:مالیې وزارت باید د پوهنتونو مالي خپلواکۍ طرحې د پړاوونو بشپړولو په...

غني:مالیې وزارت باید د پوهنتونو مالي خپلواکۍ طرحې د پړاوونو بشپړولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.

ویب ډیسک

جمهوررئیس محمداشرف غني“د مسلکي تعلیماتو او لوړو زدکړو اونۍ” په لړ کې د لوړو زدکړو وزارت رهبري سره په ناسته کې د یاد وزارت د برنامو د تطبیق، فعالیتونو او لاسته راوړنو د څرنګوالي راپور واورېد.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، د لوړو زدکړو وزیر او د یاد وزارت معین د محصلینو د خدماتو ریاست د ایجاد، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې، د تقنیني اسنادو د تدوین، د ۱۴۰۰ کال د برنامو، پوهنتونونو لپاره د څېړنیزو پروژو د تخصیص، د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ طرحې او د یاد وزارت د پروژو د تطبیق په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي، خپل معلومات له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته په ټینګار وویل، مالیې وزارت باید د پوهنتونو مالي خپلواکۍ طرحې د پړاوونو بشپړولو په برخه کې جدي همکاري وکړي.

همداراز جمهوررئیس د لوړو زدکړو وزارت د پروژو د بیا پیلېدو په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي لارښوونه وکړه، یاد وزارتونه دې د ځنډېدلو پروژو د تطبیق په برخه کې ګډه جدي همکاري وکړي.

د یادې کتنې په پای کې د هیواد جمهوررئیس د تحصیلي نصاب د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ وې ویل، پوهنتونونه باید د هیواد د اړتیاو مطابق محصلین وروزي. هغه زیاته کړه، په روان کال کې د حکومت تر ټولو ستر لومړیتوب دیجیټلي کېدل دي او د لوړو زدکړو وزارت رهبري څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې پر یوې طرحې کار وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه