ويب ډیسک
امريکا وايي دامريکايي ځواکونو د وتلو له بشپړېدو وروسته به د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريد ترسره نکړي.
د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مکينزي رسنيو ته ويلي, د امريکايي ځواکونو د وتلو له بشپړيدو وروسته به ددې هيواد ځواکونه د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بريد ترسره نکړي.
مکينزي وايي, امريکايي ځواکونه به په افغانستان کې يوازې پر هغه کسانو هوايي بريد کوي چې د امريکا پر خاوره د بريد پلان جوړوي.
دې امریکایي جنرال د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړچې ویلي یې وو د امريکا دفاع وزارت دا ارزوي چې که کابل یا کوم بل لوی ښار د طالبانو په لاس د سقوط د خطر سره مخامخ شي د امریکا هوایي پوځ به یې دفاع کوي.


