یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

جمهوررئیس: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

ويب ډیسک

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کرونا دریمې څپې په اړه جوړه شوې غونډه کې خلکو ته د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرولو په لومړیتوب او د اکسېجن د مدیریت په اړه بحث وشو.

په پیل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له بهر څخه د اکسېجن واردولو، په روغتونونو کې د اکسېجن د غیر فعاله دستګاوو د بېرته فعالولو او د بسترونو زیاتوالي په اړه راپور وړاندې کړ وې ویل، دریمه څپه د حرکت په حالت کې ده او له خلکو څخه یې په جدیت د روغتیایي لارښوونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د شته امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له امله د ډاکترانو او روغتیاپالانو هڅې وستایلې وې ویل، په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.

د هیواد جمهوررئیس وویل: ولس دې ډاډ ولري، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د کرونا دریمه څپه تر اوسه په ښه ډول مدیریت شوې او اوسني او راتلونکي ټول تصامیم د علمي اساساتو او تېرو تجربو پر اساس نیول کېږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا واکسین عادلانه وېش ته په اشارې وویل، لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
——

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه