دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس: ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې...

جمهوررئیس: ډاکترانو سره ناوړه چلند کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې نیول کېږي

ويب ډیسک
د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا د دریمې څپې د مدیریت په اړه عامې روغتیا وزارت سره په غونډه کې په دې اړه د دولت په راتلونکو اقداماتو بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې جمهوررئیس غني وویل، له چین څخه د کرونا ضد ۷ سوه زره ډوزه واکسین به په نږدې راتلونکي کې را ورسېږي او په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره لازم اقدامات شوي دي.

جمهوررئیس د کرونا دریمې څپې بحران ته په اشارې وویل، د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ټول باید په مسوولیت منلو کې شریک شوو او د دولت رهبري د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالي لپاره هر وخت مرستې ته چمتو ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل: دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

ورپسې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په هدفمند ډول د کرونا واکسین د تطبیق ډاډ ورکړ وې ویل، په روغتونونو کې مو د اکسیجن کموالي پوره کولو لپاره منظم پلان ترتیب کړی او یو شمېر روغتونونه د اکسیجن مرکزي سیستم سره وصل شوي، پاتې به هم وصل شي.

جمهوررئیس د غونډې په پای کې د ټولنیزو محدودیتونو په اړه د عامې روغتیا وزارت او اړوندې کاري کمېټې یو شمېر وړاندیزونه تائید کړل او د ورځنیو کاري فرصتونو د ایجاد لپاره یې د کابل والي او ملي پراختیا شرکت ته د کارموندنې پروژو د پیلولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه