ويب ډیسک
د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ویډيو کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې وکړي او د شوي تفاهم له مخې به د غونډې کوربه چین وي.
چین تېره میاشت وړاندیز کړی و چې د افغان حکومت او طالبانو استازې دې په چین کې غونډه وکړي، همدا راز پېکنګ د شانګهای له غړیو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان د ثبات لپاره همغږې هڅې وکړي.
چین له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتلو ته اندېښنه لري چې د سیمې امنیت او ثبات ورسره ګډوډ نه شي.


