دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

جمهوررئیس: د کانونو کېندنې بهیر دې چټک شي

ویب ډیسک

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د هیواد د کانونو د امنیت تامین په اړه جوړه شوې غونډه کې د هلمند د رخام کان د کارونو د پرمختګ په اړه بحث وشو.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د کانونو کېندنې بهیر او په ځانګړي ډول د هلمند د رخام کان د کارونو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

جمهوررئیس د راپور تر اورېدو وروسته وویل، غیر رسمي اقتصاد باید په رسمي اقتصاد بدل شي او د کانونو د کېندنې بهیر دې چټک او د پېرلو لپاره ورته ملي، سیمه ییز او بین المللي بازارونه وموندل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه