لیک: حبیب وقار
نن ورځ موږ تر ټولو ډېر يوه داسې اتل ته اړتیا لرو چې زموږ راتلونکي نسل ته قلم او کتاب په لاس کې ورکړي، له اوسنيو او تېرو ناخوالو يې خبر کړي او د خپلو خلکو لاسنيوی وکړي.
زموږ د ټولنې وياړلو اتلانو زينت الله قانت او حامد واحدي چې څه وخت وړاندې په ميدان ښار کې د غازي امان الله خان لومړني ښوونځي زده کوونکو ته کتابونه او د ټولګيو فرشونه واخيستل، د خپل دې نېک اقدام په دوام يې د پښتو نړیوالې ورځې په وياړ د ميدان ښار د نسوان ليسې، له اووم تر دوولسم ټولګي زده کوونکو ته ۲۱۰۰ ټوکه د پوهنې نصاب کتابونه برابر او ووېشل. په خلکو یې غږ وکړ، پښتو يوازې پر ټولنيزو رسنیو مه نمانځئ، بلکې د پښتنو ستونزې اوارې کړئ، کتاب او قلم ورکړئ دا تر ټولو لوړه نمانځنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو لسيزو کې دولت د نصاب په برخه کې په میليونو ډالر لګولي دي خو اوس هم زموږ زده کوونکي کتابونه نه لري.
تېره ورځ د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرګولي په ۸مه په همدې اړه غونډه د همدې ليسې د يوې زده کوونکې په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ليسې سرښوونکي عبدالجان مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د خبرو وخت د کلي عامه کتابتون مشر مجيب الرحمن محمودي ته ورکړل شو.
محمودي وويل، که په کور کې يوه مور زده کړې ولري، هغه خپله کورنۍ ښه جوړوي او له کورنيو ټولنه جوړېږي، که مو ټولنه جوړه شوه هېواد هم جوړوی شو. نوموړي زیاته کړه: «که زموږ د ټولنې هر کس تر خپل توان پورې خپل مسولیت اداء کړي لکه دغې ځوانانو چې اداء کړ، دا ټولې ستونزې اوارېدی شي. زموږ ډېری کورنۍ دا وس لري چې خپلو اولادونو ته کتابونه واخلي خو دوی پر خپلو اولادونو د پانګونې احساس نلري».
د غونډې په بهير کې د پوهنې ریاست د اداري چارو مرستیال ښاغلي سیدنعیم امرخېل ګټورې خبرې وکړې.
له يادې ډلې يې ډېره مننه وکړه د دوی احساس يې وستايه، امرخېل زیاته کړه: «دا ډله د لوی او ښه احساس خاونده ده، لوی څښتن ج دې اجرونه ورکړي، داسې ځوانان دې ډېر شي. زه په دې ډله له زړه وياړم».
د ليسې يوې زده کوونکې د پوهنې په اړه ښکلې مقاله ليکلې وه او غونډې ته يې وړاندې کړه. په خپله مقاله کې يې د ژوند له ټولو چارو پوهنې ته د لومړيتوب اشاره کړې وه.
د ويناوو په لړ کې د نسوان ليسې د شورا غړي قاري مسیح الله ابراهیم خېل وويل پوهنې وزارت تر اوسه د هېڅ ښوونځي ستونزه اواره کړې نه ده. تر څنګ يې زياته کړه چې والدين هم خپلو اولادونو ته پاملرنه نه لري، ځکه چې د نوموړي په وینا هره کورنۍ کولای شي خپل زوی يا لور ته کتابونه واخلي خو نه يې اخلي.
ورپسې د میدان ښار د پوهنې امریت د څارنې آمر روح الله حامد هم د زينت الله قانت او حامد واحدي هڅې وستايلې: «له دې د ټولنې په درد دردمنو وروڼو نړۍ مننه کوم دوی تر دې وړاندې هم په دې ولايت کې د کتاب او کتابتون په برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي. موږ نړۍ مننه ترې کوو چې نن يې په سلګونو زده کوونکو ته کتابونه برابر کړل. له ادارې هيله کوو چې د کتاب په ساتنه کې ډېره زياته پاملرنه وکړي، ښه یې وساتي».
غونډې د مولوي صیب رحمت الله په دعایې سره پای ته ورسېده.


