یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد غازي امیر امان الله خان استقلال

د غازي امیر امان الله خان استقلال

لیک: الهام ملاخیل
استقلال د عربي ژبې توری دی له مستقل څخه ماخذ دی لفظي مانا یې د یو څېز د مظبوط والي پخوالي او همیشه والي ده په اصطلاح کي د یوؤ هیواد یا ملت ده خپلواکۍ د لا ټینګېدو او کلکېدو په مانا دی
په پښتو کي متل دی چي:”ړانده ته شپه او ورځ یوه ده”د دې متل په رڼا کي له غلامۍ نه د ازادۍ په لور یوه لویه پراخه شاهي لار تللې ده دلته د “ړانده” کلمه د غلامۍ او د “شپه او ورځ” کلمې د واک او اختیار د پاره کارول سوېدي په عامه ټولنیزه تجربه کي چي د ټولنې هر بینا وګړی یې لري د ړانده د ټول ژوند واک او اختیار د بل په لاس کي وي

ټېپو سلطان ده ازادۍ او غلامۍ تصور په خپله یوه مشهوره مقوله کې داسې یادوي چي:”د ګیدړ د زرکاله ژوند نه د زمري یوه ورځ بهتره ده” نو هغه ځکه چي ګیدړ تل د بل میراث ته ناست وي او زمری تل په خپل مټ د ځان د پاره ښکار کوي دلته ګیدړ د غلامۍ او زمری ده خپلوالکۍ په اساس یاد سوی دی
د خپلواکۍ د لاس ته راوړلو په اړه د یو بل مشهور شخصیت،د نړیوالې جایزې ګټونکی او د تور پستو د ازادۍ ستر مبارز ارواښاد نلسن منډېلا مقوله داسې ده چي:”لازمه نه ده چي د خپلواکۍ د لاسته راوړلو په اړه ټوله نړۍ په بیه واخلې؛ فقط خپل ځان مه خرڅوه” نو ده دې پورته متل او دوؤ مقولو په رڼا کې د غلامۍ شرمناکه څهېره او د خپلواکۍ ارزښت او دروندوالی را مالوم سو
وس راګرځم د افغانستان ده استقلال ۹۹م کال ته چي د هیواد نابغه شخصیت،روڼ انده،هیواد پال او د ګران افغانستان د ازادۍ لوی مبارز غازي امان الله خان چي په ۱۹م اګست ۱۹۱۹ کي یې د نیمې وچې (بر صغیر) د لوی استعمار پرنګي په خلاف تر لاسه کړېده.

هغه وخت کله چي نړۍ وال جنګ پای ته رسېږي لوی عثماني خلافت رانسکورېږي متحده روسیه جوړیږي او ده پرنګي سامراج لمن نوره له مرکزي اسیا نه ده ټولېدو په وخت وي او په ځانګړي ډول پرنګی په افغانستان کي د دریم جنګ له شکست سره یعني( 3rd Afghan Anglo war)
مخ کېږي
دلته ده ۱s، ۲nd afghan englo wars
یادونه هم ده فهم وړ بولم

(۱st afghan englo war) لومړی افغان جنګ په
په ۱۸۳۸ع کال د جون میاشتې په ۲۶ مه نېټه د لاهور معاهدې په نوم د شاه شجاع پرنګي او رنجیت سنګھ له مینځه د کابل د پای تخت په هوس کي لاسلیک سو دلته د لومړۍ جګهړې پیل د امیر دوست محمد خان په مشرتابه کي وسو چي د پرنګي استعمار په لوی تاوان پای ته ورسېده
۲nd afghan englo war
دویم افغان جنګ
په ۱۸۷۸ ع کال کي د متحده روس ده ډیپلوماتي diplomatic mission اړیکو په خلاف ده امیر شېر علي خان او پرنګي استعمار تر مابین پیل سو که څه هم پرنګي سامراج شکست وخوړ خو په خپل هدف کي کامیاب سو چي د ګندمک او ډیوړند کرغېړنه کرښه ده له دې سره سره پرنګي ده افغانستان د بهرنیو چارو واک هم په لاس کي واخیست ځکه چي د متحده روس لښکر تر تاشقند رارسېدلی وو او نور د great game چي ستره لوبه بلل کېږي هم په رسوا کېدو سوه دغې لوبې ته یو فرنګی ناول نګار دهtournament of shadow وایي یعني ده سایې جګهړه
۳rd afghan englo war
دریم افغان جنګ
د فیبروري په ۱۹ نېټه په ۱۹۱۹ ع کال کي چي کله ده امیر حبیب الله خان په لغمان کي د سند په غاړه په خیمه کي د یو محصل له لاسه ووژل سو نو ده امیر حبیب الله خان زوی غازي امان الله خان په تخت کشېناست نو سمدلاسه یې ده فرنګي استعمار په خلاف ده کابل په کوڅو کي ده استقلال نعره وکړه چي یو شاعر یې اغېزه څه داسي بیانوي:

چي یې غږ د ازادۍ په وطن خپور کړ
د امان هغه نعرې ته مي سلام دی
شاعر: نامالوم ♥
خو دغه غږ ته پرنګي استعمار څه ارزښت ور نه کړ نو بل اخره غازي امان الله خان دې ته اړ سو چي د فرنګي په خلاف د دریم جنګ چي( 3rd afghan englo war)ورته ویل کېږي ده مقدس جنګ په نوم چیغه کړه خو د جنګ نتیجه دا سوه چي پرنګۍ یو ځل بیا د ماتې سره مخ دی او په مذاکراتو یې جنګ واړاوۀ او دې ته اړ سو چي د ګران افغانستان استقلال یعني خپلواکي ومني نو د تل د پاره چي اوسنی افغانستان دی په نړیواله کچه د یو ازاد ریاست په توګه ومنل سو او د همدغې خپلواکۍ نعرې ازانګه د نیمې وچې (بر صغیر)د محکوم ملت د پاره د خپلواکۍ د یو لوی پېغور لامل وګرځېده

خو کله چي غازي امان الله خان ډېر وخت وروسته د خپل هیواد چارې په لاس کي واخیستې نو د نورو اسیایي،اسلامي او غربي هیوادو په پرتله افغانستان ډېر شاته پاته، کمزوری او ناسیاله هیواد وو د همدغه هیواد د سیالۍ د پاره راولاړ سو په ډېرو جدي ګامونو یې هغه غوښتني چي د یوؤ هیواد د بشپړې پیاوړتیا او سیالۍ لامل ګرځي؛تر سره کړې لکه معشیت(اقتصاد چي د یوؤ د ملا تیر ګڼل کېږي)صنعت، تعلیم، د قوانینو طرحه( چي په تاریخ کي په لومړي ځل اساسي قانون تطبیق شو) په ۱۹۲۳م، ع کال په جلال اباد کې لویه قامي جرګه،په ټول هیواد کې د مطبوعاتې څانګې ( چي په تاریخ کي په لومړي ځل د ښځو د حقوقو په اړه د مراة النسوان په نوم یوه بشپړه مجله خپرېدله) ده اوبو بندونه، د تیلي ګراف سسټم، د رېښمو تجارت ،د نویو ښارونو ودانول او داسې نور…..

د معشیت (اقتصاد)په ډګر کې ټرانسپورټ، تیلي ګراف، د اورګاډي پټلۍ، هوای اډه،له ترکیې، هنداو ایران سره تجارتي، ډیپلوماتي او همسایه اړیکي
د صنعت په ډګر کي یې د هیواد په مختلیفو ښارونو کي د مختلیفو څېزونو د تیارولو له پاره فابریکې جوړ کړې
د تعلیم په ډګر کي یې د کابل ملي کتابتون، د یوؤ تحقیق له مخه ۳۲۲ ښونځي (school) او ګڼ شمېر پوهنتونونه جوړ کړل
دا ټول هغه تاند بهیرونه وؤ چي په نیمه وچه (بر صغیر)او منځنۍ اسیا کي د پرنګي استعمار د پاتکېدو د پاره خنډونه وؤ★
که څه هم پرنګۍ په ښکاره غلی وو خو په پټه کي یې د دغو بهیرونو د ورانولو د پاره د هیواد د جعلي ملایانو،پیرانو،وطن پروشه خانانو او ملکانو دسیسې طرحه کړې وې او په پټه کي تېز کار ورباندي روان وؤ خو هغه وخت کله چي غازي امان الله خان په ۱۹۲۷ ع کال د اروپا په سفر لاړو دغه دسیسې لا پیاوړي سوې د غازي امان الله خان هیواد ته د بېرته راستنېدو په وخت حالات په بل مخ وؤ پرنګی په خپلو دسیسو کي کامیابه سوی وؤ او هیواد یو ځل بیا د کورني جنګ په لور روان وؤ خو دغه هیوادپاله او اولس پاله افغان نه غوښتل چي یو ځل بیا په وطن کي ده وینو رودونه وبهېږي تخت یې ورور ته پرېښود په ۱۴م جنوري ۱۹۲۹ له لس کاله باچاهۍ وروسته د کندهار په لار هند او بیا اټالیا ته لاړ او نور پاته ژوند یې د یو نجار په حیث په اټالیا تېر ګړ
بل اخره په کال ۱۹۶۰ کې یې د ۱۹م اپریل په ورځ له دې پاتې نړۍ نه سترګې پټې کړې او له خپل ستر څښتن سره وصل سو
له وصیت سره سم یې جنازه د خپل بې وفا اولس هیواد ته راوړل سوه او په جلال اباد کې د خپل پلار په هدیره کې خاورو ته وسپارل سو روح یې ښاده او یاد یې تل تر تله
د یو شاعر په دې بیت نور خپل لیک رالنډوم چي:
ازادي تر بادشاهیه لا تری کا
چي د بل تر حکم لاندي سي زندان سي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه