یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې دکریکټ لوبه کله پیل شوې ؟

په افغانستان کې دکریکټ لوبه کله پیل شوې ؟

لیکونکی: لطیف یاد
تر هغه ځایه چې راته معلومه ده په افغانستان کې دکریکیټ لوبه په هغه وخت کې پیل شوه کله چې انګریزانو دلومړي ځل لپاره په ۱۸۳۹ زیږدیز/میلادي کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او شاه شجاع یې دکابل دسلطنت پر ګدۍ کښیناوه .څرنګه چې دکریکټ لوبه انګریزي لوبه ده نو دغه لوبه دختیز هند دکمبنۍ دانګریزي سرتیرو له خوا په کابل ، کندهار او جلال اباد کې کیدله او پاچا او وزیران به کله کله ددغو لوبو نندارې ته وربلل کیدل ، خو دتاریخي اسنادو په حواله ځینو افغانانو هم دغه لوبه زده کړې وه ،خو دکریکیټ کوم ځانګړی تیم یې نه درلود .

دغه لوبه دافغانستان دامیر ضیا ءالملة والدین امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په وخت کې هم ډیره لږه رایجه وه او پخپله امیر او ځینو وزیرانو به دتفریح او ساعت تیرۍ لپاره دغه لوبې کولې ، خو عام خلک پرې نه پوهیدل او نه هم په افغانستان کې دکریکټ کوم منظم ټیم شتون درلود .

که چیرې تاریخي اسنادو ته مراجعه وکړو نو موږ یو تاریخي انځور لرو چې سراج الملة والدین امیر حبیب ا الله خان د ۱۹۰۵ زیږدیز /میلادی کال دجنوري دمیاشتې په یو ویشتمه نیټه دخپلې شاهي ماڼۍ مخې ته دکریکټ په لوبې بوخت دي .
ددې نه جوتیږي چې دکریګټ لوبه په افغا نستان کې دامیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې هم شتون او رواج درلود .داچې دکریکټ تیم مو نه درلود او دوخت حکومتونو ورته پاملرنه نه کوله دابیله خبره ده .

دکریکټ لوبې مینه وال هغه وخت زیات شول کله چې افغانان له افغانستانه پښتونخوا ته مهاجرشول . ددې لپاره چې په پښتونخوا کې دکریکیټ ډیر محبوبیت لري نو افغاني ځوانانو هم ددغې لوبې په زده کړو کې ډیرې هلې ځلې وکړې .
په افغانستان کې دکریکټ دټیم فدریشن ( فدراسیون) بنسټ په ۱۹۹۵ کا ل کې کیښودل شو چې بیا دطالبانو دواکمنۍ پر مهال دنورو لوبو تر څنګ دکریکیټ پر لوبې هم بندیز ولګید.تر طالبانو وروسته دافغانستان دکریکیټ تیم په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوا ل کریکټ دټولنې ( ICC) غړیتوب ترلاسه کړ.

په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې دافغانستان دکریکټ ملي ټیم دپاکستان دکریکټ دټیم سره لوبه وکړه او دپاکستان دکریکټ تیم ته یې ماتې ورکړه .همداراز دافغانستان دکریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۰۶ زیږدیز کال په انګلستان کې دکریکټ په لوبو کې برخه واخیستله او دنیپال هیواد دکریکټ تيم ته یې ماتې ورکړه .همداراز نوموړي ټیم د۲۰۰۷ کال په نوامبر کې بریالیتوبونه ترلاسه کړل .په همدې ډول دافغانستان دکریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۱ زیږدیز کا ل دکریکیټ دلوبو په بنځم دور کې دبریتانیې دجرزی جزیرې ته لاړ او په ۱۲۴ امتیازنو سره یې دجرزی ټیم ته ماتې ورکړه . دافغانستان دکریکیټ تیم په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې په تانزانیا کې دفیجی هیواد دکریکیټ تیم ته هم ماتې ورکړه .همداراز په ۲۰۰۹ کال کې دډنمارک ، برمودا او هالینډ پر ټیمونو بریالی شو خو دکینیا او عربي متحده اماراتو دټیمونو نه یې ماتې وخوړله . دافغانستان دکریکیټ تیم په ۲۰۱۰ کال کېدعربي اماراتو پر ټیم بریالیتوب ترلاسه کړ.همداراز افغانستان دکریکیټ به نړیوالو لوبو کې چې د۲۰۱۵ کال کې په آسترالیا او نیوزیلینډ کې وشوي دپنګله دیش ، سریلانکا ، استرالیا او نیوزیلینډ نه ماتې وخوړه ، خو ویې شول کولای چې دسکاټلینډ پر ټیم بریالی شي .
تاسوپه لاندیني انځور کې ګورئ چې دافغانستان واکمن سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان د۱۹۰۵ زیږدیز کال دجنورۍ دمیاشتې په ۲۱ نیته یعنې دنن ورځې نه ۱۱۳ کلونه وړاندې په کابل کې دشاهي ماڼۍ مخې ته دکریکټ لوبه کوي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه